ترکیې د غیر قانوني کډوالو د نیولو لپاره ځانګړی اپلېکېشن جوړ کړی


ترکیې د بې اسنادو کډوالو د نیولو اوپېژندلو لپاره د (موبایل امېګرېشن پاینټ) په نوم ځانګړی اپلیکشن جوړ کړی.
د ترکیې کورنيو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، دغه انلاین سیستم دوه میاشتې وړاندې په استنبول کې امتحاني فعالیت پېل کړی چې له هیڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی.
هغه زیاتوي، یاد سیستم به د اکټوبر په لومړۍ نېټه په بورسا، آدانا، ازمیر او انقره ښارونو کې خو د ډېسمبر په لومړۍ نېټه بیا په ټوله ترکیه کې فعالیت پیلوي.
د راپورونو له مخې، یوازې په درې میاشتو کې د ترکیې امنیتي ځواکونو تر ۹۷۳ زره زیات غیرقانوني کډوال نیولي.
***

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي

د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *