کورنیو چارو وزیر له محقق او خلیلي غوښتي چې هېواد ته راستانه شي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست حقاني په بامیانو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: ”زموږ پر خلکو د بې اتفاقۍ لپاره ډېر کار وشو چې افغانستان په قومونو، مذهبونو، سمتونو،رنګ او نورو نقطو ووېشي؛ مګر دا خلک په اعتقادي وحدت ټینګ پاتې شول.”
هغه د هزاره قوم له مشرانو او په ځانګړي ډول له کریم خلیلي او محقق غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او د نورو افغانانو په څېر ژوند وکړي