د نیوز لینډ او برتانیې سیاسنپوهانو داسي قولف جوړ کړی چې غاښونو ته اچول کیږي، او په کارولو سره یې خوراک نه شي کولی.
یادې الې ته یې ( ډینټل سلم) نوم ورکړی، د اوټاګو پوهنتون، نیوز لینډ او برتانیې سیانسپوهانو په ګډه جوړه کړې.
د الې په استعمال ساه اخستلو او خبرو کولو کې کومه ستونزه نه وي، بلکې یواځي د خوراک مخنیوی کوي او په بیړنیو حالاتو کي د (کیلي) په وسیله خلاصیږي هم.
(برټش ډینټل جرنل) جریدې په خپله څیړنیره مقاله کې لیکي: ” یاده آله 14 ورځې په چاغو کسانو ازمایل شوې، نتیجه یې مثبته ده او په وینا یې، د وزن کمولو اسانه لار ده.