زه چې هر کله له خوبه سترګې پرانېزم سم د واره نور په حرکت پیل وکړم، داسې ځایونو ته ورځم چې د چا پام هم نه اوړي ورته؛ نه به هغه ځایونه چا لېدلي وي، نه به یې په هکله اورېدلي وي او لمس کول خو یې ډېره لرې خبره ده. هوو! زه رښتیا وایم. زه په ورځ کې د ډېرو نادرو ځایونو څخه لیدنه کوم، ډېر وګړي وینم، رنګ په رنګ باغونو ته ورځم، د تفریح ځایونو کې مې خپل پام په بله اړوم، ټال کې کېنم او دومره په لوړ غږ خاندم چې مې د زړه ټول بند شوي رګونه پرې خلاص شي خو هر څومره چې له هاغو ځایونو سترګې پناه کوم چې مې د زړه او عقل ټول جوړښت راته ګډوډ کوي خو بیا هم ورسره مخامخ کېږمه؛ چې هغه د ځمکنیو فرښتو ښوونځیو ته د تللو وخت ده خو هغوی په کور کې ناستې او د کور کارونه کوي، د خیرات غوښتونکو حال دی چې د پکي او یخې هوا پر ځای یې لمر ته ځانونه ډالۍ کړي، د هغو باسواده خلکو په لاسونو کې د زده کړو اسناد دي چې د کار او حلالې نفقې لپاره هیله مند راوتلي وي له کورونو خو ماښام بېرته ناهیلي ستانه شي، د هغو ماشومانو ژړا ده چې له موره د نس مړولو لپاره یو څه غواړي خو مور یې سوا له اوښکو هېڅ هم نشي ورکولای، د هغو انجونو سوځونکي سلګۍ دي چې ناخبره یې د ژوند پریکړې ورته نور خلک کوي او دوی ته سوا له آه نه بل څه پاتې نشي. دا هر څه چې زه وګورم لړزه مې واخلي، څه مې له وسه پوره نه وي بس همدومره وکړم لکه څرنګه مې چې خپل وجود په کور کې زنداني کړی دغسې مې خپل خیالونه هم بندي کړم چې بیا تر لرې ځایونو پرواز ونکړي او زه هم د بیرون له حاله نا خبره پاتې شمه.
دا هم وګورئ
لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد
يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …