د کندز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هيوادونو ته د وچو رومیانو (۱۵۰) ټنه لومړۍ محموله واستول شوه.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحميد اخندزاده د سپین زر دولتي شرکت رئیس، عبدالحفیظ فریاد او نورولوړ پوړو مسؤلینو ګډون کړی وو.
مولوي عبدالحميد اخندزاده وویل: دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چي د هيواد سبزیجات او ترکاري اروپایي هيوادونو ته استوي او دغه راز به اسلامي امارت د واخان له لاري هيواد له اروپا او آسیا سره وصل کړي او دا هیواد اوس امن دی، چي هره ورځ د پرمختګونو شاهدان یو.
د یادوني وړ ده، چي سپین زر دولتي شرکت له تېرو (۲۱) کلونو راهیسي غیر فعال وو، چي د اسلامي امارت په راتګ سره بیا فعال او اوس مهال په کښي پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دستمالونه جوړ او پروسس کېږي.