اسلام اباد کې د افغانستان مخکني سفیر نجیب الله علي خېل ادعا کړې چې ځینو افغان سیاسیونو به پخپل سر له پاکستاني اړخونو سره ناستې کولې.
هغه پخپله ایکس پاڼه لیکلي، ”کله مې چې پاکستان کې ماموریت درلود، ځینو کسانو د سیاسې شخصیتونو په نوم، د بهرنیو چارو وزارت او افغان سفارت د خبرتیا نه بغیر سفرونه کول. دوی به د ملکي کسانو او هم په GHQ کې د نظامیانو سره د سفیر په غیاب کې ناستې درلودې او د رسنیو سره به يې د خپل هیواد او دولت پر ضد بیانونه ورکول.”
ښاغلي علي خېل د کوم چا او یا هم د کومي ډلې نوم نه دی اخېستی