د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي، د شمال زون د سرحدي ستونزو د ارزونې امنيتي کميټې د ازبکستان هېواد له پلاوي سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
یاد وزارت ویلي، افغان پلاوي د امو درياب د تخريباتو، په ازبکستان هېواد کې د افغان زندانيانو د خلاصولو د سرحدي صفري نقطو د تجديد ، د دواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اموالو په تگ را تگ کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او په يادو برخو کې يې په گډ کار ټينگار وکړ.