د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې په دې کتنه کې په امنیتي مسایلو سربیره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیونې، چمن بولدک لاره کې له مسافرو سره پر چلند، د سبزیو او میوو د صادراتو په برخه کې د تسهیلاتو پر رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په تړاو خبرې اترې وشوې
د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، پرېکړه وشوه چې امنيتي مسايل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي او لويې لارې دې د سياسي محلحوظاتو له کبله نه تړل کېږي.