افغان لوبغاړې فاطمه جامي لبنان کې د تکواندو ازادو سيالیو پرمهال د سرو زرو مډال ګټلی.
هغې تېره ورځ د بیروت ـ لبنان ښار کې خپلو دوو سیالانو لن کنج او نیا الکیالي ته ماتې ورکړه.
په دغه سیالیو کې له ۲۸ هېوادونو څخه ۲۱۳ لوبغاړو ګډون کړی دی.
فاطمه جامي تر دې وړاندې هم په متحده عربي اماراتو، ترکیې او جنوبي کوریا کې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي.