د امریکا مریلینډ روغتون ډاکټرانو د (لارینس فاسیت) په نوم یو تقاعد شوي افسر ته د خنزیر زړه پیوند کړ.
د یاد روغتون ډاکټرانو ویلي، لارینس په دوهمه ورځ دومره جوړ شوی چې له خلکو سره ټوکې کوي.
تېر کال هم په لومړي ځل همدغه مریلینډ کې ډاکټرانو ۵۷ کلن ناروغ ډیویډ بېنټ ته د خنزیر زړه پیوند کړی و، خو دوه میاشتې وروسته مړ شو.
د خنزیر زړه له جنتیکي تغییراتو وروسته انسان ته پیوند کیږي.
دا هم وګورئ
د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي
د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …