امریکا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پرېښودل رد کړل
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې، امریکا په افغانستان کې پوځي تجهیزات نه دي پریښي، بلکې افغان ځواکونو ته سپارل شوي او پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي
هغه زیاته کړې، له افغانستانه د راوتلو پر مهال چې راڅخه کوم تجهیزات پاتې کېدل، پخپله مو له کاره وغورځول.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بېلابېل چارواکي ادعا کوي چې افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسله د دوی امنیت ته ګواښ جوړوي