د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې، ” نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.”
یاد وزارت ویلي، ”افغان پلاوی به دوه ورځې مسکو کې وي او وروسته به د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته چې مسکو فارمټ ناسته سږ کال پکې د سپټمبر پر ۲۹مه دايرېږي، ولاړشي.”