او زما غوندې د هرچا درته پام شه

او زما غوندې د هرچا درته پام شه

نظم
سندربوله له کمال او جمال جوړه
له کوم ځای له کومې خوا نه را پیدا شوې
سندریزې دې د ژوند غلې شېبې کړې
شرنګیدلی له نوا نه را پیدا شوې

سندربوله له کمال او جمال جوړه
چې یاران مې دې له څېرمه لیوني کړل
دا بې درده زمانې وژلي خلک
دا په کوم هنر دې بېرته را ژوندي کړل

سندربوله له کمال او جمال جوړه
په خواږه غږ دې سندرې په نڅا کړې
چې دردونه دې په ځان پورې حیران کړل
زموږ ورکې خوشالۍ دې را پیدا کړې

سندربوله له کمال او جمال جوړه
دا په غږ کې دې پراته څومره خواږه دي
چې له خولې دې را وتونکي غزلونه
هر یو زړه ته لویږي، یو تر بله ښه دي

سندربوله له کمال او جمال جوړه
له هر رګه دې را ساز د نشې کیف کړ
په نریو ګوتو اړوې سرونه
په خواږه مسکا دې زیات د بجې کیف کړ

سندربوله له کمال او جمال جوړه
چې لمن دې زرغونه د موسیقۍ کړه
د یو تللي پرتم زور دې بیا را ستون کړ
د یو مړه هنر اروا دې را ژوندۍ کړه

سندربوله له کمال او جمال جوړه
ستا اواز دلته د هر سړي اواز دی
بلها خلک به له ژوند سره پخلا کړي
هر مین ته د معشوق د سترګو ناز دی

سندربوله له کمال او جمال جوړه
بختور دې د سندرو چم ته ګام شه
په افغان وطن دې خور د بري غږ شه
او زما غوندې د هر چا درته پام شه

فرید قربان

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

غم دې جانانه راته ستړی ناست دی

غزل غم دې جانانه راته ستړی ناست دی لکه قرضداری پوروړی ناست دی بې غېر …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *