ایران کې یوې افغانې کورنۍ د خپلې مړې شوې لور د بدن غړي نورو ماشومانو ته ډالۍ کړي
د ایران ـ ایران شهر خاتم الانبیاء روغتون مسؤلینو ویلي، دغه پنځه کلنه افغانه ماشومه د مغزي سکتې له امله مړه شوې وه او د بدن غړي (پښتورګي او ځیګر) یې درې نورو اړمنو ماشومانو ته پیوند او ژوند یې وژغورل شو.
د یادې ماشومې پلار موسی احمدي ویلي، د لور جدایۍ یې سخته وه، له دې امله یې وغوښتل چې د نورو ماشومانو ژوند وژغوري چې پلرونه یې د اولاد له نعمته محروم نه شي.
ایران کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو د دغه افغان کډوال لوریېنه ستایلې.
***