بلنکین: نه غواړو امریکايي ځوانان د جګړې لپاره افغانستان ته واستوو
د امریکا خارجه وزیر انتوني بلېنکن ویلي، موږ دا تېروتنه نه کوو چې امریکایي ځوانان افغانستان ته د وژلو لپاره لاړ شي.
هغه وایي، جوبایډن ډېر ښه وکړل چې له افغانستان څخه یې ځواکونه وباسل.
نوموړي تېره اوونۍ هم له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه مناسبه او پرځای بللې وه او ویلي و چې نور هلته د جګړې لپاره ځوان نسل نهلیږو.