د بلومبرګ خپرنیزې ادارې ویلي چې، افغانۍ په تېرو درېیو میاشتو کې د نړۍ غوره کرنسي ده.
راپور کې راغلي، د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی او په وینا یې، دا مقام د یو غربت ځپلي او ننګونو سره مخ یو هېواد لپاره د نه منلو خبره ده.
راپور کې همدا راز راغلي، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدا، د کلدارو د چلښت مخنیوی، بشري مرستې او بهر ته د ډالرو قاچاق مخنیوی پکې مهم رول لري.
د روان 2023 م کال فبرورۍ میاشت کې هم بلومبرګ افغانۍ د نړۍ په کچه تر ټولو غوره کرنسي او پاکستانۍ کلدارې بې کفایته بللې وې چې ارزښت یې ورځ تر بلې رالويږي.
***