د جمعيت علما اسلام ( فضل الرحمن) ډلې مرکزي وياند حافظ حمدالله بلوچستان کې په يوه چاودنه کې ژوبل شوی.
د یادې ډلې يو غړي حافظ ثناء الله ویلي، چې نوموړی مستونګ سيمه کې يوې جلسې ته پر لاره و چې د چاودنې هدف وګرځيده.
هغه زیاته کړې، د حمد الله روغتيايي وضعیت ښه دی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی.
په چاودنه کې درې تنه نور هم ټپیان شوي.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
د روان ۲۰۲۳ م کال مۍ میاشت کې د جماعت اسلامي په امير سراج الحق هم د بلوچستان په ژوب کې ځانمرګی برید شوی و، خو هغه ترې روغ وتلی و.
***