د پاکستان سرپرست وزیر اعظم انوارالحق کاکړ اسلام اباد کې یوې رسنیزې غونډې ته ویلي چې، ټول هغه افغانان خپل هېواد ته استوي چې د اوسېدو اسناد نه لري.
هغه ویلي، پاکستان کې درې ډوله افغانان ژوند کوي چې ځینې قانوني، ځینې غیرقانوني او ګڼ شمېر نور بېګانه دي.
نوموړي زیاته کړې، غیرقانوني او بېګانه افغانان (چې پاکستانی کارت یې جوړ کړی وي) دلته د اوسېدو حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یوازې په کراچۍ ښار کې شاخوا ۵۴۵ تنه افغان کډوال نیولي دي.
بلخوا، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانانو له ځورولو او نیولو څخه لاس واخلي
***