بې شعوره ګاونډي
په داسې حال کې چې مسلمه امت يو ځل بيا خپل وياړلي تاريخ پر لور ستنېدو ته اړتيا لري ، د فلسطين پېغلې او تنکي ماشومان طمعه لري چې د مسلمانې نړۍ پياوړي او غښتلي ځوانان به دوي د اسرائيلي وحشیانو له حاکميت خلاصوي ، ليبيا په طمعه ده چې يوځل بيا د عمر مختار په څېر هستي د اسلامي حاکميت په موخه د نړۍ اشغالګرو ته غاښونه ورمات کړي ، مدينه منوره او مکه مکرمه خفه دي چې ولې بيت المقدس د مسلمانانو له لاسه وتلی ؟ او د سعودي بې ضميره حاکمان د اسلام په مقدسو ځایونو کې دکنسرتونو اجازې ورکوي …
بلخوا غريب افغانستان د مسلمه امت هيلې راژوندی کړې ، نړۍ ترې په لړزه ده ، وار یې خطاء دی او افغان اتلان د ويجاړ وطن د زخمونو په ټکورولو خپله مينه ماتوي .
د دوي په مېړانه د مسلمه امت هيلې غښتلې او د مسلمانانو جذباتي احساسات په راولاړېدو دي …
خو هېره دې نه وي چې لا هم د بې ضميره تش په نوم مسلمانو وحشي ګاونډيو له لوري افغاني ملالې د مجبورۍ شپې د هغوي په زندانونو کې تيروي .
دا د کفري اشغال وروسته بدې او ترخې شېبې دي چې ګاونډيان مو د زړه ټکور او يتيم اوښکو وچولو ته نه پرېږدي .
اوکی:
دا به هم تېر شي خووو..
فکر کوئ چې دا حالت به مو هېر شي ؟
آيا دا به د يوه نوي انقلاب پيلامه نه وي ؟ .
لیکنه: مطيع الرحمن صداقت