د پاکستان تحریک طالبان پرون (پنجشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، خپل نظامي کمیسیون ته یې امر کړی چې د افغانانو له جذبولو دې ډډه وکړي.
اعلامیه کې راغلي، که هر چا له دې پرېکړې سرغړونه وکړه نو مجازات به شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد ننګرهار کې د سرتېرو یوې غونډې ته وویل چې د امیر له اجازې پرته جنګ ته تلل، یوازې جګړه ده او جهاد ورته نه ویل کیږي.
هغه له سرتېرو غوښتي وو چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو اوس باید د وطن ابادولو ته مټې راونغاړي او د اسلامي شریعت پلي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.