ترکیه له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو تر منځ غونډه جوړوي
کورنیو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې سفیر جهاد ارګین له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې څرګنده کړې چې استنبول کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو تر منځ غونډه جوړوي.
یاد ورارت زیاتوي، د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل په اړه د انقرې د هڅو خبره وکړه.
بلخوا، ورته مهال د ترکیې حکومت پرون د ځینو امنیتي او سیاسي لاملونو له وجې (په افغانستان کې ګټور سیاسي نظام او تلپاتې سولې) تر سرلیک لاندې د پخوانیو چارواکو ناسته لغوه اعلان کړه.
د دغه غونډې په ویناوالو کې عبدالرشید دوستم، محمد محقق، محمدیونس قانوني، شکریه بارکزۍ، صلاحالدین رباني، فوزیه کوفي، رحمتالله نبیل، ضراراحمد مقبل او ځیني نور پخواني چارواکي شامل وو