یوه ورځ مرګ د یوچا په لټون ووت، کس یې پیدا کړ، ورته یې وویل: نن ستا وروستۍ ورځ ده!
سړي وویل: نن نه یم تیار!
مرګ وویل: نوم د لېست په سر کې دی باید چې …
سړي وویل: سمه ده راځه، چې وړاندې له مرګه یوه پیاله قهوه سره وخورو.
مرګ وویل: راځه!
سړي د مرګ په پیاله کې د خوب ګولۍ واچولې، مرګ چې پیاله خولې ته کړه په همغه طرف پسې ولاړ.
سړي یې لېست کې خپل نوم وران او تر ټولو وروسته یې نوم په کې ولیک!
کله چې مرګ له خوبه بیدار شو، نو له سړي یې مننه وکړه. ورته یې وویل: ته ډېر مهربان سړی یې، غواړم چې نن د لېست وروستی کس د مرګ په سفر ولیږم.
ځینې شیان د سړي په ازل کې لیکل شوي وي، مهمه نه ده، که یې په بدلولو ډېر کوشش وکړې، هېڅکله به یې بدل نه کړې.
طوطي او کارغه دواړه بدرنګ پیدا شوي وي، طوطي اعتراض وکړ ښکلی یې کړ، خو کارغه دې خدای په رضا راضي و.
طوطي نن په قفس کې او کارغه ازاد ګرځي.
د هرې حادثې او پېښې تر شاه د الله ج خپل حکمت وي، ته یې په حکمت نه یې خبر!
خدای چې څه کوي خپله ورباندې پوهیږي؛ ته د خدای ج له کړنې خدای ته شکایت مه کوه.
ژباړه: کبیر ماښام