کابل ښاروالي:
د ښې ساتنې او پالنې په موخه، د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له لوري د شیرا په نوم د افریقايي نسل یو زمری کابل ژوبڼ ته وسپارل شو.
د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب له وحشي ژویو څخه د ملاتړ په موخه، د یادې کورنۍ له دې نیک احساس څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د کابل ژوبڼ نندارچیان اوس کولای شي له دې زمري څخه لیدنه وکړي