د پاکستان دفاع مخکني وزیر خواجه اصف پخپله ایکس پاڼه (ټوېټر) لبکلي چې، تحریک طالبان او د اسلامي امارت غړي سره پخوانی ملګري او پر افغان حکومت فرض ده، چې د پاکستان د امنيت ضمانت ورکړي.
هغه ادعا کړې چې ترهګر له ناروغانو سره یو ځای پاکستان خاورې ته داخليږي او په وینا یې، نور ګڼ مسایل هم شته خو اوس تر ټولو مهمه مسله افغان خاوره د پاکستان پر خلاف د نه استعمالېدو ده.
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دغه تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د خپلې ناکامۍ پړه دې پر دوی نه اچوي، تحریک طالبان پاکستان کې دننه شتون لري او بریدونه تنظیموي.