دامریکا غږ اشنا راډیو ټول دروغ وایي ؟

دامریکا غږ اشنا راډیو دروغ وایي ؟

ژباړه : بهار سمسور
د امریکا غږ اشنا راډیو ، تلویزیون او انلاین خپرنیزه شبکه چې د امریکا د دولتي بودیجې پر مټ خپرونې کوي ځانګړی خپرنیز بورډ او اداره لري، چې د دغه هیواد د دولت له پالیسۍ سره مطابق د نړۍ په ډېر شمېر هیوادونو کې اوریدل کیږي او د تلویزیون له لارې يې هم خپرونې لیدل کیږي، چې د بېلا بېلو هیوادونو لپاره د هماغه هیواد په ژبه خپرونې وړاندې کوي

په پیل کې امریکا غږ په څلویښتو ژبو خپرونې وړاندې کولې چې د اټکل له مخې په نړۍ کې ۱۷۱ میلیون وګړي يې اوریدونکي وو ، دغه شبکه د نړیوالو خبرونو تر څنګ بېلا بېلې خپرونې هم لري ، د وروستیو معلوماتو له مخې دغه لویه خپرنیزه شبکه په ۴۵ ژبو باندې د رادیو ،ټلویزیون او ویب سایټ پرمټ په نړیواله کچه باندې هره اونۍ ۱۶۴ میلیونه وګړي اوري ، دغه شبکه چې د( BBG network) له اړخه سمبالیږي

د خپل دولت له لوري د تبلیغ یوه لویه وسیله ده چې په نړیواله توګه پرې د ځان لپاره خلک جزبوي ، نو په همدغه وجه په ایران او شمالي کوریا کې يې په خپرونو بندیز لګول شوی دی ، تر کومه ځایه چې کتل کیږي دغې خبري شبکې په خپلو خپرونو کې توازن او انډول هم ساتلی او د خپل هیواد پالیسي يې هم پر مخ وړې ده ، خو امریکا غږ د یوې نړیوالې رسنۍ په توګه د هر چا لپاره د بحث او نظر څرګندولو يوه اسانه موقع ده چې یو شخص کولی شي تر څو د نړۍ له هر کناره د ټلیفون او انټرنیټ له لارې د دغې خبري شبکې په وسیله خپل نظر نورو ته ورسوي

د واشینګټن ډي سي څخه د۷۰ تلویزیونونواو ۲۰۰ راډیويي چینلونو پر مټ د هرهیواد په خپله ژبه خپرونې کوي چې په شرټ ویو ( AM او FM ) باندې هم په اسانۍ سره اوریدل کیږي ، امریکا غږ ډیوه راډیو ( VOA Deewa ) دا یوه بله زیاتونه وه چې د پاکستان په خاصه توګه دغلته د میشتو پښتنو لپاره يې په خپرونو پیل وکړ ، د پښتو دغې څانګې په يیل کې په نورمال ډول په شپه او ورځ کې شپږ ساعته خپرونې کولې چې د دې سیمې په شمول افغانستان او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې هم اوریدل کیږي او دغلته يې د پاکستان پارلماني ټاکنې او د طالبانو بریدونونه د نشراتو مهمه برخه وه

خو د دې ترڅنګ يې په ټاکنو کې د ښځو پروړانډې او د دوی د نورو حقوقود پوره کیدو لپاره نارې وهلې چې اوس يې هم د همدغو پالیسیو په کمیابولو خپرونې راڅرخي

امریکا غږ او افغانستان : خو د افغانستان لپاره دغه شبکه په پښتو دري او نړیواله ژبه انګلیسي باندې خپرونې کوي چې خلک يې هم اوري د دې لوی علت دا دی چې دغه ستره خبري شبکه د دغه هیواد د حا لاتو په شمول د افغاني کلتور او عنناتو مطابق خپرونې وړاندې کوي په پیل کې چې امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان لپاره خپرونې پیل کړې اوریدونکي يې ډېر ول، خو دغه وخت ډیر ژر د خلکو نظر د دې شبکې پر وړاندې بدل شو عامو خلکو ویل چې دغه د امریکا په ګټه کار کوي چې دغه نظر يې پرځای هم دی او د دې ترڅنګ يې دا هم ویل چې امریکا غږ دروغ وايي په دې معنا چې هغه خبرونه چې له دغې شبکې ځینې خپریږي سم او دقیق نه دي ، خو لوی لاعمل يې د امریکا له نومه د خلکو کرکه وه خو په حقیقت کې چې موږ دبیان له ازادۍ د رسنیو او خپرونو سره نوي وو وروسته چې دلته ژورنالیزم ژورنالیستیکي فعالیتونو او په ټوله کې رسنیو راډیو تلویزیون مجلې او نورو چاپي خپرونو پرمختګ وکړ نه یوازې دا بلکې عامه ذهنونه چې له همدغې لارې اماده شول او خلک يې له ارزښت څخه خبرشول

نو د خلکو نظر هم بدلون وموند او د امریکا غږ پر وړاندې هم د خلکو منفي نظر مثبت لور ته ګام واخیست خو د دې هم پټه نه وي چې هره خبري شبکه په خپل چوکاټ کې پالیسي هم لري ، دامریکا غږ خبري شبکه د هغو هیوادونو خلکو ته خپرونې وړاندې کوي چې دغلته د امریکا لاس وهنه هم جریان لري ، د افغانستان او پاکستان په شمول په ډیرو نورو هیوادونو کې په پورته توګه اوریدل کیږي که د هیوادونو نومونه اخلو نو لیکنه پراخه کیږي او تاسې يې د لوستو تاب له لاسه ورکوي، خو په هر هغه هیواد کې چې جنګ ښه په ترز سره روان وي امریکا غږ پکې د هماغه هیواد په خپله ژبه خپرونې وړاندې کوي ترڅو دغه خلک د خپل هیواد له حال احوال او نورې نړۍ له پیښو او حالاتو څخه خبر شي

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *