د دوبۍ اسلامي چارو ادارې ویلي چې سمندر کې تر اوبو لاندې درې منزله جومات جوړوي
یادې ادارې ويلي، لومړی منزل یې د لمونځ کوونکو او سيلانیانو او دوه نور یې اسلامي لیکچرونو ته ځانګړي شوي.
د اسلامي چارو ادارې زیاته کړې چې، غیر مسلم خلک به ورته هم داخېلیدی شي خو په دې شرط چې مناسب لباس ولري.
د دغه جومات چارې په بشپړېدو دي. د ۲۰۲۴ م کال په لومړیو کې به پرانیستل شي.
***