د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست ويلي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې د دولتي ادارو وزیران، مرستیالان، ریسان او آمرین نه شي کولی چې خپل پلار، زوی، ورور، وراره، تره، خوریې، ماما، خسر، زوم او اوښی په اړونده اداره او کاري ساحه کې وګماري.
یاد ریاست ویلي، دوی خپلوان یواځې د موټر چلونکي، ساتونکي، اشپز او خادمینو په حیث ګمارلی شي او په وینا یې، ټولو دولتي ادارو ته یې مکتوب استولی چې په جدي ډول د یاد فرمان اطاعت وکړي.