د اخلاقو او انسانیت درس / د پلار او زوی خوږه کیسه

حامد افغان

ځوان خپل بوډا پلار ډاکټر ته بوتلی، بېرته په لاره راتللو کې یې پلار ورته وویل: زویه! وږی یم، ډوډۍ به چرته خورو، زوی یې دستي هلته یوه هوټل ته وروګرځوه او هلته ډوډۍ ته کېنستل، څرنګه چې پلار بوډا و، لاسونه یې رېږدیدل، په ډېر زحمت یې ډوډۍ خوړله، شاوخوا او په جامو ډوډۍ ورنه څڅیدله، چې طبعاً جامې او مېز یي هم ولړل، څرنګه چې هوټل له خلکو ډک وو، نو زیات خلک ورته متوجه وو او د بوډا حالت یې څاره.
ځوان زوی یې ورته ناست و، ډوډۍ یې هم ورته سموله، داسې برېښیده لکه له ځانه چې پلار ته ډېر متوجه یي، کله چې یې پلار له خوراکه فارغ شو، د لاس مینځلو ځای ته یې بوتلی، لاسونه، خوله، مخ او جامې ټول یې ورومینځل او صفا سوتره یې کړ، بیرته مېز ته ورغی هغه یې هم پاک کړ، د خوراک پیسې یې پرې کړې، پلار یې له لاسه ونیو، د هوټل خلکو ورته کتل او دواړه ووتل.
کله چې پلار او زوی موټر ته وختل او روانیدل، له هوټله یو سړی ورووت، د بوډا سر یې ښکول کړ او ورته ویې ویل: دروند مشره! ستا پام نه و، هوټل کې دې ډېر قیمتي شی پرېښود؟! بوډا ورته وویل: نه زما نه څه نه دې پاتې شوي! خو سړي ورته وویل: بلکې تا هوټل کې ډېر ارزشتناک شی پرېښود او هغه د هوټل خلکو ته د اخلاقو او انسانیت درس و او دا چې زامن باید څنګه تربیه شي!!
یوه سفر کې مې له یوه ناشناخته مشر سره ښه ملګرتیا او غوره چلند وکړ، د بېلیدا پر مهال یې زما مور و پلار ته دعاګانې پیل کړې. زموږ د زمانې پلرونه لګیا دي اولادونو ته پیسې او جایدادونه پرېږدي! که غواړئ انسانیت او اسلام ته خدمت وکړئ؛ اولادونو ته مو علم او اخلاق ورزده کړئ، له دې ستره شتمني نشته.

د اخلاقو او انسانیت درس «د پلار او زوی خوږه کیسه»

حامد افغان
ځوان خپل بوډا پلار ډاکټر ته بوتلی، بېرته په لاره یې پلار ورته وویل: زویه! وږی یم، ډوډۍ به چرته خورو، زوی یې دستي هلته یوه هوټل ته وروګرځوه او هلته ډوډۍ ته کېنستل، څرنګه چې پلار بوډا و، لاسونه یې رېږدیدل، په ډېر زحمت یې ډوډۍ خوړله، شاوخوا او په جامو ډوډۍ ورنه څڅیدله، چې طبعاً جامې او مېز یي هم ولړل، څرنګه چې هوټل له خلکو ډک وو، نو زیات خلک ورته متوجه وو او د بوډا حالت یې څاره.
ځوان زوی یې ورته ناست و، ډوډۍ یې هم ورته سموله، داسې برېښیده لکه له ځانه چې پلار ته ډېر متوجه یي، کله چې یې پلار له خوراکه فارغ شو، د لاس مینځلو ځای ته یې بوتلی، لاسونه، خوله، مخ او جامې ټول یې ورومینځل او صفا سوتره یې کړ، بیرته مېز ته ورغی هغه یې هم پاک کړ، د خوراک پیسې یې پرې کړې، پلار یې له لاسه ونیو، د هوټل خلکو ورته کتل او دواړه ووتل.
کله چې پلار او زوی موټر ته وختل او روانیدل، له هوټله یو سړی ورووت، د بوډا سر یې ښکول کړ او ورته ویې ویل: دروند مشره! ستا پام نه و، هوټل کې دې ډېر قیمتي شی پرېښود؟! بوډا ورته وویل: نه زما نه څه نه دې پاتې شوي! خو سړي ورته وویل: بلکې تا هوټل کې ډېر ارزشتناک شی پرېښود او هغه د هوټل خلکو ته د اخلاقو او انسانیت درس و او دا چې زامن باید څنګه تربیه شي!!
یوه سفر کې مې له یوه ناشناخته مشر سره ښه ملګرتیا او غوره چلند وکړ، د بېلیدا پر مهال یې زما مور و پلار ته دعاګانې پیل کړې. زموږ د زمانې پلرونه لګیا دي اولادونو ته پیسې او جایدادونه پرېږدي! که غواړئ انسانیت او اسلام ته خدمت وکړئ؛ اولادونو ته مو علم او اخلاق ورزده کړئ، له دې ستره شتمني نشته.

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.
   
.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *