د ارزګان ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي چې شیخ هبة الله اخونزاده په دوه ورځني سفر دغه ولایت ته راغلی و او نن سهار بیرته ستون شوی.
اعلامیه کې راغلي چې نوموړي د ولایتي چارواکو او ولسي خلکو یوې غونډې ته یو ساعته وینا وکړه او د فرامینو پر تطبیق، له خلکو سره په ښه چلند، او مشرانو پر اطاعت یې ټینګار وکړ.
***