د اسلام اباد له مېوې منډيي شاوخوا ۲۰۰ افغانان پولیسو نیولي او موټرونه همداسې په توکو بار ولاړ دي.
شور نیوز ته د احسان الله په نوم یو افغان کډوال ویلي، “نن ګهیځ څو تنه پولیس منډيي ته راغلل، چې څومره افغانان وو، ټول یې له ځان سره بوتلل، قانوني او غیرقانوني ته یې نه دي کتلي.”
د اسلام اباد پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د پاکستان سرپرست وزیراعظم تېره ورځ د ګواښ په ډول ویلي وو چې ټول غیرقانوني او بېګانه افغانان له خپل هېواده شړي او دغلته د اوسېدو حق نلري.
د پاکستان په بېلابېلو سیمو خصوصا کراچۍ او اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې.
***
دا هم وګورئ
د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي
د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …