د افریقايي هېوادونو لیګ هم د جي شل ډلې رسمي غړیتوب تر لاسه کړ

‏د افریقايي هېوادونو لیګ هم د جي شل ډلې رسمي غړیتوب تر لاسه کړ
د جي شل ډلې ۱۸مه سرمشریزه دوه ورځنۍ غونډه نن (د سپټمبر په ۹مه) د ګډې نړۍ، ګډ کور او ګډ راتلونکي په منځپانګه د هند په نوي ډلي کې پیل شوه.
په دغه سرمشریزه کې د افریقايي هېوادونو لیګ د دغې ډلې رسمي غړیتوب تر لاسه کړ.
جي شل غړي د اروپايي ټولنې جمع ۱۹ هېوادونه دي چې په هغو کې ارجنټاین، استرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا، سویلي کوریا، ترکیه، بريتانيا او د امریکا متحده ایالات شامل دي.
د جي شل (G -۲۰) هېوادونو کوچنۍ ډله د جي اوو (G -۷) تر عنوان لاندې هم غونډې ترسره کوي.
دا ځل، چین او روسيې په غونډه کې د نه ګډون تصمیم نیولی او اوکراین ورته بلل شوی نه دی.

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي

د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *