د والیبال ملي لوبډله د واليبال ملي فدراسیون ویلي، د واليبال ملي لوبډله تر ١۵ ورځني تمريناتي کمپ وروسته په بشپړ چمتوالي سره چین هېواد ته وخوځېده چې پخپل ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره سیالۍ لري. د چين په کوربتوب یادې سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه پېلیږي، چې له افغانستان څخه پکې د ۱۷ ورزشي څانګو څه باندې سل تنه لوبغاړي ګډون کوي.