د رویټر خبري اژانس راپور له مخې، بریتانیا پارلمان کې د دفاعي کمېټې مشر توبایس الووډ استعفاء کړې.
توبایس الووډ ویلي، ”په ژوره خواشینۍ سره د دفاعي کمېټۍ له مشرۍ څخه استعفی کوم.”
هغه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ویلي وو، د اسلامي امارت په راتګ افغانستان کې فساد کم شوی او ثبات منځته راغلی.
نوموړي په پېل کې د خپلو څرګندونو څخه دفاع کړې وه خو د خلکو له توندو غبرګونو وروسته یې بخښنه وغوښته او تېروتنه یې ومنله.
***