د افغانې دکلومه تورې محدثې سندرې سره مرکه

د افغانې دکلومه تورې محدثې سندرې سره مرکه

محدثه سندره، د دکلومې پېژندل شوې نامه ده چې له تېر یو کال راهیسې د خپل غږ خواږه په نورو ویشي او دکلومې یې په ټولنیزو رسنیو ډېرې لاس په لاس کیږي.
شور نیوز ورسره ستاسې لپاره مرکه کړې.

شور نیوز: خپل کار يا فن ته په څه نظر ګورئ؟
ځواب: ماته مې خپل فن سپيڅلی دی، د وجود برخه يې ګڼم او د فن برکت دی چې نن سندره يم.

شور نیوز:ستاسو په آند دکلمه څه ده اصلأ؟
ځواب؛ زما لپاره دکلمه د خپل خيال، فکر، ادرون او شعور په ژورو کې په ورکو پسې لټون دی غواړم چې خپل ځان، احساسات، شور، عاطفه، غم اړ خوښې پکې وموم او د اوريدونکو حس، زړه، فکر او ذوق پرې ولمبوم.

شور نیوز: يو ښه کلمه تور يا دکلمه توره بايد څه ځانګړتياوې ولري؟
ځواب؛ زه د ښې دکلمه تورې دعوه نه کوم او بايد ګڼم چې لا ډيره هڅه او کوښښ وکړم ليکن دومره پوهيږم چې ژور احساس، عاطفه، د ټکو ښه انتخاب د ژبې مهارت او مينه لومړيتوبونه دي.

شور نیوز: د دکلمې له لارې څه کول غواړئ؟ مشخص پيغام مو څه دی؟
ځواب؛ زما لپاره دکلمه سکون دی غواړم دا سکون په نورو وويشم، غواړم زما خيالات زما د اوريدونکو احساسات لاسنيولي هسکو ته بوځي، زرغونو ته يې راولي، د عاطفې ښکلي ابشارونه ور وښايې، زړونه يې وتخنوي د خپل مئين/مئينې دیدار ته يې ورولي او ډير نور څه…

شور نیوز: هغو پيغلو او ځوانانو ته چې نوي غواړي دې برخه کې کار وکړي څه ويل لرئ!
ځواب؛ زه يواځې دومره وایم چې هغه کار کوئ کوم سره چې مينه لرئ او په مينه کې بيا درد خوښي، ټيټې ژورې، سختې اسانې او ښې بدې منل ضرور وي.

شور نیوز: يو شمېر پيغلې او ځوانان تر تاسو مخکې يا وروسته دې ډګر ته راوتلي خو دوام يې نه دی کړی يايې لاره بدله کړي وجه يې څه بولئ؟
ځواب؛ نه پوهيږم ښايې علاقه به يې نه وه، خپل کار ته به ژمن نه ؤ يا به یې څه عذر يا ستونزه درلوده.

شور نیوز: ستاسو په آند ښه شعر کومې ځانګړتياوې لري؟
ځواب؛ فکر کوم د شعرستان دا تعريف کفايت کوي چې شعر په آهنکينه، د خيال او فکر عاطفي تړون دی.

شور نیوز: ستاسو فعاليتونه نورو پيغلو او ځوانانو ته څومره الهام بښوونکي ؤ؟
ځواب؛ ډيرې پيغلې او ځوانان راته وايي چې مونږ غواړو دکلمه وکړو، مشورې رانه غواړي او څه مې چې زده وي هغه ورسره شريکوم.

شور نیوز: کله مو چې د دکلمو د پيل کولو اراده کړې وه فکر مو کاوه چې دومره خوښوونکي او مينوال به ومومئ؟
ځواب؛ زما تقريبأ کال کيږي چې دې ډګر ته راغلې يم او زما په اند که غواړئ بريالي اوسئ په ځان باور لومړی شرط دی ما په ځان او خپل کار دا باور درلود او پوهيدم مينوال مومم.

شور نیوز: تاسو له شعر پرته کله کله هنري ليکنې او آدبي ټوټې هم واياست هغه هم د شعر هومره مينوال لري؟
ځواب؛ زه له خپلو مينوالو ډيره منندوی يم ما که لنډه کيسه، آدبي ټوټې نثر يا بل هرڅه ويلي دوي پوره پوره داد راکړی او هيله یې رابښلي بيا هم مننه ترې کوم او کور يې ودان.

شور نیوز:نیوز د ژوند د ډيرو سرګردانيو سره سره ذوق پالل څومره سخت دی؟
ځواب؛ که څه هم د ژوند سرګردانې ډيرې دي او ټولو ته رسيدل کله کله ستونزه وي خو د مينوالو مینه مې ستړیا ته نه پریږدي، که څو ورځې څه خپاره نه کړم زښت ډېر مسيجونه راځي او غوښتنه يې کوي، ددوي مينه ماته دا انرژي رابښي چې لا ډيره خواري وکړم ترڅو څه ناڅه د خپلو مينوالو د مينې حق ادا کړای سم.

شور نیوز: تاسو په خپلو دکلمو کې ځينې کلیشې نه کاروئ مثلأ شاعر فلانی دکمله توره فلانی یا د يو بيت څو ځلې ويل دې برخه کې د مينوال تائيد څنګه دی؟
ځواب؛ تر ډيره مې دکلمې خلکو خوښې کړي دي او غواړم په داسې ډول يوڅه وړاندې کړم چې ډير تکرار او ستړې کوونکي نه وي.

شور نیوز: په هنري فعاليتونو کې نوښت څومره اړين دی؟
ځواب؛ که نوښت نه وي هنر يا بل هرڅه ستړې کوونکی، زړه تنګونکی تکرار او د وخت په تيريدو بې خونده کيږي.

شور نیوز: د کومو کتابونو لوستل مو ډير خوښيږي؟
تر ډېره مې د ارواپوهنې کتابونه خوښيږي او همداراز ناول، شعرونه او ځينې نور آدبي، ټولنيز او ډول ډول کتابونه هم چې په لاس راځي لولم يې او خوند ترې اخلم.

شور نیوز: مننه چې مرکې ته حاضره شوې.
سندره: خوشاله اوسۍ

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *