د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډيورنډ فرضي کرښې نښته رامنځته شوې
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع منلې چې تورخم فرضي کرښه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډيورنډ فرضي کرښې نښته رامنځته شوې.
هغه ویلي، ”نن د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي کې د پاکستاني پوځیانو لخوا په افغان ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې نښته رامنځته شوه
چې افغان ځواکونو ځوابیه برید وکړ”
هغه زیاته کړې، د دواړو لوريو مسولینو له دې نښتې خبر دي او هڅه کيږي چې ددې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت د نښتې رامنځته کېدو لامل او اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو پاکستاني رسنیو لیکلي چې هلته طالبانو پوسته جوړوله او پاکستاني پوځ اجازه نه ورکوله.
دا مهال تورخم دروازه تړل شوې او دواړو خواو ته زرګونه مسافر د تګ راتګ په تمه دي
***