تاسې به خامخا د مېوو، ترکاریو، څاریو او بېلابېلو توکو د پېر او پلور مېله لیدلي وي، خو دا ځل مو د جونو د پېرلو مېلې ته بیایو.
مه حيرانېږه!
بلغاریه هېواد کې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د جونو پېرلو مېله کیږي.
دغه مېله په کال کې څلور ځل د (Stara Zagora) تاریخي ښار کې ترسره کیږي.
هلکان او جونې ځانونه سینګاروي، مېلې ته ورځي، د خپلې خوښې زلمي/ پېغلې سره ټوله ورځ تېروي، له یو بل د شخصي ژونده ځانونه خبروي، که یې خوښه راغله، هماغه لحظه د راتلونکي ګډ ژوند تصمیم نیسي.
خو دغه مېله کې یوازې د همدغه سیمې خلک ودونه کولی شي، بل چاته اجازه نشته.
د تازه بالغ شویو جونو قیمتونه پکې لوړ وي او د چا چې عمرونه ډېر وي، نرخ یې هم کم وي.
البته یادې مېلې ته زیات هغه خلک ورځي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي او نور خلک په عام ډول ودونه کوي.