د تېر حج مراسمو کې هر ګډونوال حاجي ته ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکول کیږي
د حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي، د روان کال حج مراسمو کې ګډون کوونکو حاجیانو ته به ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ بېرته ورکړي.
دغه پیسې د سږکال حج مراسمو کې د حاجیانو له لګښت اضافي شوي چې دغه وزارت یې بېرته حاجیانو ته سپاري.
د حج او اوقاف وزارت د مسوولانو په وینا، په کابل کې حاجیان د خپلو باقي پیسو د ترلاسه کولو لپاره کولای شي یاد وزارت ته مراجعه وکړي.
په ولایتونو کې حاجیان د خپلو پاتې پیسو اخیستلو لپاره د حج او اوقاف وزارت اړوند ریاستونو ته ورتللی شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره پر هر حاجي ۳۹۲۴ ډالره لګښت راغلی دی.