د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخپله اکس پاڼه لیکلي چې، د جلال اباد هوايي ډګر په تجهيزاتو سمبال او الوتنو ته چمتو دی.
یاد وزارت ویلي، جلال اباد هوايي ډګر چې په ۱۹۶۶ز کال په ۷۸۸ جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی، معياري ځغاستليکه لري او د مسافرو لپاره له مجهز ترمينل څخه برخمن دی چې د څلورسوو کسانو د ځايېدو ظرفيت لري.
د ننګرهار هوايي ډګر چې وړاندې يوازې د نظامي موخو لپاره کارول کېدو، د اسلامي امارت په راتګ ملکي الوتنو ته چمتو او اوس مهال ترې عملاً الوتنې ترسره کېږي.