د جګړې لپاره افغانستان ته راغلی د اوکراین یو سرتېری له افغانانو سره ګډ ژوند کوي

یو اوکرایني سرتېری چې د روسیې ځواکوانو سره یو ځای د افغانانو د وژلو لپاره راغلی و، اوس له افغانانو سره ګډ ژوند کوي.
مخکنی ګینادي چې اوسنی نوم یې نیک محمد دی، په کندز ولایت کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای اوسيږي.
هغه وايي، “تخار ولایت کې د عسکرۍ پر دنده وم، له یوه جوماته مې د سهار آذان وارېده، غږ یې راباندې خوږ ولګېده، له اسلام سره مې مینه پیدا شوه، ورغلم تسلیم او مسلمان شوم.”
نوموړی زیاتوي، ”په تېرو څلوېښتو کلونو کې یوازې یو ځل اوکراین ته تللی، افغانستان ورته خپل وطن او افغانان ورته خپل سکه ورونه ښکاري”
د نیک محمد لور پلوشه وايي، پلار یې ناروغ دی او له هېوادوالو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي

د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *