د حضرت محمد ۱۰۰ باريک خويونه

د حضرت محمد ۱۰۰ باريک خويونه

۱ – پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه
۲ – د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .
۴ – ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .
۷ – ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ – هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى
۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.
۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.
۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.
۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
۲۹- تر هر څه زياته يې وصيله رحمي پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .
۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .
۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .
۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .
۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.
۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.
۴۵- ﺩ يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .
۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې نورو ته زيات رسيدى
۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.
۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .
۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه
۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.
۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.
۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو .
۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .
۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.
۷۲- پر مځکه بيديدى .
۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى او د اوښ پښي يې پخپله تړلي.
۷۵- ﻫﺮ ﻣﺮکب چه به ورته ﻣﻬﻴﺎ وو ورباندي سپريدى او فرق نه ورکاوه.
۷۶-ﻫﺮځاى ته چه به تلى هغه خپله عبا (چپني ته ورته جامه ده ) يي همواروله او ګټه يې ځيني اخستله .
۷۷- دده ﺣﻀﺮﺕ اکثره جامي سپيني وي.
۷۸- چه نوى جامه به جوړه کړه مخکنۍ يې ﻓﻘﻴﺮ ته بخښله.
۷۹- ﻓﺎﺧﺮﻱ ډوله جامه يي د جمعي د ورځي وه.
۸۰- د بوټونو او کاليو د داغوستلو پر مهال يې له ښي خوا پيل کاوه.
۸۱- ببر او خيرن ويښتان يې ﮐﺮﺍﻫﺖ ګڼل.
۸۲-ﻫﻤﻴﺸﻪ به ﺧﻮﺷﺒﻮ وو او زيات ﻣﺨﺎﺭﺝ يې د عطرونو پر رانيولو وو .
۸۳-ﻫﻤﻴﺸﻪ به يې اودس درلودى او د اوداسه پر مهال يي مسواک واهه .
۸۴- لمونځ لکه دده د سترګو نور وو ارامي او استراحت يې په لمانځه کي موندل .
۸۵- د هري مياشتي پر ديارلسم ، څوارلسم او پنځلسمه ورځ يې روژه نيوله .
۸۶- هيڅکله يې کوم نعمت پوري نه خندل .
۸۷- د الله تعالى لږ ﻧﻌﻤﺖ يې ډير باله .
۸۸- هيڅکله يې غذا نه ﺗﻌﺮيفوله او نه يې بد پسي ويل .
۸۹-د ﻏﺬﺍ پر موقع چه به هر څه ﺣﺎﺿﺮ وو ﻣﻴﻞ يي ورته ښکاره کاوه .
۹۰- ﺩ سترخان پر سر يې له خپلي خوا غذا نورو ته وراړوله .
۹۱-د ﻏﺬﺍ پر مهال تر ټولو ژر ﺣﺎﺿﺮيدى او تر ټولو وروسته ځيني ولاړيدى.
۹۲- چه وږى به نه وو د ډوډۍ ميل يې نه کاوه او تر مړيدو وړاندي يې د ډوډۍ څخه انصراف کاوه يعنى پر ماړه نس يې ډوډۍ نه خوړله .
۹۳- ﻣﻌﺪي يې هيڅکله دوي غذاوي هم مهاله جمع نکړي .
۹۴- په ﻏﺬﺍ کي يې هيڅکله ټيغ (آروغ) ندى ايستلى .
۹۵-تر خپله وسه يې يواځي ډوډۍ نه خوړله .
۹۶-تر ډوډۍ خوړولو وروسته يې لاسونه پريمينځل او پر خپل مخ يې کشول .
۹۷- د اوبو څښلو پر مهال يې دري ساه وي (اېندي) نيولي په اول کي يې ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ اﻭ په ﺁﺧﺮ کي يې ﺍﻟﺤﻤﺪﻟﻠﻪ ويله .
۹۸- تر هر ډول مستورو او حياداره پيغلو ﺣﻴﺎناک وو.
۹۹- کله چه به کورته داخيلدى دري واره يې اجازه غوښته .
۱۰۰- د کور داخل وختونه يي پر دري برخو ويشلي وو : يوه برخه د الله ج دپاره ، بله برخه د کورنۍ او دريمه برخه يې د ځان او خلګو دپاره وه.

سید اصغر هاشمي

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.
   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *