د حنیف وقار په نوم یو خوستی ځوان د طنزیه ویډیوګانو له امله په (تورکي ماما) مشهور شوی
د ټولنیزو رسنیو او کاروونکو په هجوم او کمو امکاناتو کې ځانګړی نوم جوړول بې ساری زحمت غواړي.
د حنیف وقار په نوم یو خوستی زلمی د (تورکي ماما) ځانګړي کرکټر لاندې د ټولنې ناوړه دودونه په طنزیه بڼه راخلي چې په ټولنیزو رسنیو یې ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس کیږي.
هغه وايي، ” غواړم د طنز له لارې خلکو ته د خندا تر څنګ اصلاحي پیغامونه ورکړم او تل مې هڅه دا وي چې په ناوړه دودونو ویډیوګانې جوړې کړم”
هغه زیاتوي، ” دا ټول کارونه په یوازې ځان او کمو امکاناتو ترسره کوي او که څوک یې لاسنیوی وکړي نو خپل فعالیت ته به لا پراختیا ورکړي”
بلخوا، د خوست ولایت اطلاعاتو کلتور ریس وايي، د یوټیوبرانو لپاره د وزارت له اړخه کومه ځانګړې بودېجه نه لري خو بیا هم هڅه کوي چې لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي
***