د خبریالۍ نیمګړی ارمان | خاطره اکبري

ټول ورځ په اندیښنه وم، ساعت درې بجې کېدې، لاسونه مې لړزېدل، رنګ مې الوتې وه، په سترګو مې تېاره راتله، ځمکې ځای نه راکاوه، د کانکور نتیجې ته انتظار وم، ورور مې تر څنګ وه ما خپلې ګوتې په غوږونو کې ایښې وې، سترګې مې پټې کړې وې.

زما ګډوډ حالاتو او بې صبرۍ زما ورور هم وارخطا کړی و او زړه مې درزا کوله، یو ناځاپه یې وویل: ”بریالۍ ژورنالېزم پوهنځي ته!” په بې دمه لاسونو او جال جال سترګو مې نتېجه زوم/غټه کړه، زړه مې ټکور شو او سترګو مې رڼایې وکړه، ستر افتخار مې په نصیب شو،  زه د خپل قام لومړنۍ انجلۍ شوم چې لیسانس زده کړو ته مې لار پېدا کوم، اضطراب پای ته ورسېده او غوښتل مې له ډېرې خوشالۍ والوزم.

خو دې ته مې لا پام نه و چې له څومره مخالفتونو سره به مخ کېږم ، کله مې چې له کورنۍ پرته خپل خپلوان له کامیابېدو خبر شول، هریو خپله نظریه ور کوله، انجلۍ ته د لوړو زدکړو څه؟ انجلۍ خو یا د کور وي یا د ګور، همدومره تعلیم یې بس دی چې خپل نوم ولیکي، دا به سبا په تلویزون کې کار کوي، ځان به ورته لا ښه ښکاري چې زه هم راتلونکي کې ژونالیسته کېږم ، کم ژونالیستان یې مړه کړل؟ بل څه هم نه ،  ژورنالېزم لولي او کټ کټ په خندا به شول.

د ټولو خبرې مې په ذهن بوج شوې او کلکه اراده مې وکړه چې که هر څه کیږي همدا ژورنالېزم پوهنځی لولم، د کورنۍ رضایت مې تر لاسه کړ او لومړی ځل لپاره مې دولتي پوهنتون کې قدم کېښوده، هغه پوهنتون چې یوازې مې په خیال او تصور کې و.

د اوړۍ ګرمې او د ژمې اوږدې شپې مې په درس لوستلو شوګیر کړې، تر څو د یوې محصلې په صفت په پوهنتون کې په ویاړ قدم کېږدم، نن هماغه ورځ راغله چې خیال مې په حقیقت بدل شو او په لوی پوهنتون کې د پوهنځي په لټه شوم، ثبت نام مې وکړ او تر ټولو جالبه دا چې د راتګ وخت کې رانه دروازه ورکه شوې وه خو  پخپلو هڅو مې په لومړۍ سمستر کې لومړۍ درجه تر لاسه کړه.

خپلو زده کړو ته ډېره هیله منده وم، ډېر هدفونه مې ټاکلي وو، شپه او ورځ مې یوه کړې وه خو د خدای کارونو ته ګوره، جمهوریت ونړېده او څومره موده وروسته پوهنتونونه بند شول.

د لیسانس کولو غرور مې مات شو، د قوس هغه یخه شپه یو کال اوږده شوه، په خوله مو د خاموشۍ مهر ولګېده، جسم مو په جسد بدل شو، ارمانونه مو ښخ کړل، د ژوند خوند او امیدونه ونړیدل، بدترینه او زما په ژوند کې نه شمېریدونکي ورځ هغه چې ورونه بغیر له خویندو په پوهنتون کې قدمونه کېښودل، هغه چې د جنسیت تر منځ فرق رامنځته شو، له خپلو ټولو حقوقو پاتې شو او له هغه حقه چې اسلام موږ ته راکړی.

کاش چې هېڅکله انجلۍ نه زیږېدلای، اوس به هېڅکله د خپل جنسیت په خاطر له خپل  زده کړو اوهدفونو نه شړل کېدم.

لیکواله خاطره اکبري
۱۴۰۱/۱۱/

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *