هغه مسلمانه ښځه په ۲ کاله بند محکومه شوه چې د خنزیر غوښې ته یې د ټیکټاک په یوه ویډیو کې (بسم الله) کړې وه.
د العربیه نیوز راپور پر بنسټ، ۳۳ کلنه لینا لطفیاوتي چې په مکهرجي مشهوره ده، اسلام ته د سپکاوۍ په تور د اندونیزیا ـ سماټرا ښار یوې محکمې له خوا په دوه کاله بند او د ۱۶۲۰۰ ډالره جریمې په ادا کولو محکومه شوه.
د هغې د ټیکټاک حساب دوه میلیونه تعقیبوونکي لري او په هند کې انلاین تجارت کوي.
***
دا هم وګورئ
د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي
د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …