د سينې درد (Chest pain) | ډاکټر احسان الله درمل

په اونۍ کې بلاناغه لږترلږه دوه درې ځوانان پوښتنه کوي چې د سينې درد لري، چې درد خو يې له زړۀ سره اړيکي نه لري؟ دغه درد که د سينې کيڼ اړخ ته وي، لا تشويش پاروونکی وي. د سينې د درد په اړه يو څو ټکي:

– په سينه کې له پوستکي، عصبي رېښو، د سينې له هډوکو او پښتيو نېولې، سږي، هوايي نلونه، زړۀ، مرۍ، رگونه شريانونه او گڼې نورې وړې پرزې شته چې د هرې يوې ناروغي د سينې د درد سبب کېدای شي. نو که په سينه کې درد محسوو، معنا يې دا نه ده چې دا درد به خامخا له زړۀ سرچينه اخيستې وي. له زړۀ ور هاخوا د سینې د درد مشهورې سرچينې دا دي:
د هضمي لارې ناروغۍ، د سږو ناروغۍ، د عضلو او هډوکو ستونزې او عصبي/رواني مشکلات.

– د سینې په درد هغه وخت شک ډېرېږي چې له زړۀ به وي، چې د ناروغ عمر لوړ وي؛ درد يې ټيپيکل وي؛ ناروغ وار له مخې د زړه د ناروغيو خطري فکتورونه ولري او ډېر شديد وي. خطري فکتورونه دا چې مثلاً ناروغ ډېر وخت لوړ فشار لري، سيگريټ څکوي، ډيابېټ لري، وزن يې زيات وي، غيرصحي ژوندطرز لري، ډېر الکول څښي، جنيټيکي ستونزې لري او گڼ نور. که يو پنځه ويشت کلن ځوان/ه له پورتنيو هغو هيڅ يوه ستونزه نه لري، نو په غالب گمان چې درد به يې له زړۀ څخه نه وي را پورته شوی.

– د زړۀ لپاره وصفي يا ټيپيکل د سينې درد درې مهمې ځانگړنې لري: د سينې د هډوکي شاته يو دروند والی يا فشار غوندې محسوسېږي؛ د منډې، ورزش، سټرس، خوراک او کار په مهال زياتېږي او بالاخره که آرام شو او يا تر ژبې لاندې د زړه د درد مخصوصې گولۍ (Nitroglycerin) ونيسو نو درد هم آرامېږي. که د چا درد دغسې ځانگړنې ولري، ښه ده چې زر روغتون ته ورسول شي.

– هغه درد چې د دوام موده يې له دوو دقيقو کمه وي او ناروغ په گوته اشاره ورته کوي، د زړۀ درد نه دی. د زړۀ د درد دوام معمولاً له څو دقيقو تر نيم ساعته وي. که يو درد بېخي آني وي او يا په ورځو، ورځو دوام کوي، نو په بل علت يې فکر بويه.

يادښت: د ډاکټر په صفت د سينې له درد سره ټوکې نه دي پکار. هر ډاکټر چې ناروغان گوري بايده ده چې د سينې د درد علتونه وپلټلای او وپېژندلای شي. دقيقه تاريخچه، د سینې د مختلفو دردونو ځانگړنې پېژندل، بېلابېل فزيکي معاينات او د اړينو معايناتو د سم تحليل قوت ډاکټر ته دا ځواک ورکوي، چې د سينې درد دقیق تشخيص کړي. که د سينې د درد په تشخيص کې گډوډ شو، ممکن د تشويش ناروغ انجيوگرافي ته ولېږو او د زړۀ ناروغ ته د معدې او سږو د ناروغيو درملنه وکړو. دا دواړه حالتونه ژوند تهديدوونکې پايلې لرلای شي.

#publicawareness

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *