د سیف علي خان زوی ابراهیم هم فلمي نړۍ ته راغی
د هندي رسنیو راپورونو پر بنسټ، د بالیوډ نامتو لوبغاړي سیف علي خان زوی ابراهیم هم فلمي نړۍ ته راغی او په (سر زمین ) فلم کې یې کار کړی.
د دغه فلم د خپرېدو نېټې او کیسې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د ابراهیم خور ساره علي خان څه موده مخکې ویلي وو چې ورور به یې ډېر ژر سېنما ته راشي .
په سرزمین فلم کې د بالیووډ ستورې کاجول هم رول ادا کړی
***