شمالي کوریا مشر کېمجونګ اون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې د روسیې ـ اوکراین جګړه کې هر راز مرستې ته اماده دی.
هغه له پوتین سره د روسيې په (ووستوچني کاسموډرووم) فضايي مرکز کې د لیدنې پرمهال ویلي چې، د خپل هېواد امنیتي ګټو دفاع لپاره چمتو دی چې د «روسیې مقدسې» جګړه کې له دغه هېواد سره څنګ په څنګ ودریږي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، روسیې لېوالتیا لري چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې له شمالي کوریا د توپونو مرمۍ وپېري او شمالي کوریا بیا خوراکي او سون توکو سربېره، عصري ټکنالوژۍ ته اړتیا لري.
د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د وسلو تړون په اړه د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو تند غبرګون ښودلی دی.
***