د شهزاد محمدي خاطرې

د شهزاد محمدي خاطرې

لیکوال: نیکل جاډهاو
ژباړه: بهار سمسور
د کریکټ ستوری شهزاد محمدي چې په نړیواله کچه مینوال او شهرت لري لکه میلیونونه نور لوبغاړي یې له ماشومتوبه له کریکټ لوبې سره مینه لرله .
دی هغه وخت چې د پیاوړي هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر له لوبې متاثره و او د هغه له لوبې یې خوند اخیست. په مرکه کې شهزاد د خپل کریکټ او ژوند اړوند مهمې خاطرې او خبرې کړې دي (( ما په یو کوچني صندوق کې د سچن ټنډولکر یو تصویر ساتلی ؤ او وروسته مې بیا دغه تصویر د خپل بېټ پر شا باندې ولږاوو دا د یو دوکاندار چې په یو کنټینر کې یې سامان خرڅاوو ما ترې واخیست او بیا مې په بیاتي پرې کړ او د خپل بېټ په شا مې سرېښ کړ))
د بلې پوښتنې په ځواب کې شهزاد وایي:
((ما اېم اېس دوني په په ۲۰۰۵ کال کې لومړي ځل لپاره ولیده خو دا چې ما له ده سره ملاقات وشول هغه د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام وو چې زه ترې زیات خوښ یم او وروسته بیا د ده لوبډلې نړیوال جام هم وګاټه. او زما خوب رښتیا شوو))


دی د سوت افریقا خلاف د لوبې په اړه وایي

دا چې موږ ته غټ هدف راکړل شوی وو نو لومړی بال ما پرېښود دغه اور (ربادا) کاو او په دوهم بال سره مې شپږه ووهله زموږ پلان همدا وو ځکه هدف لوړ وه.
د شل اوره جام نړیوال اتل ویسټینډیز خلاف د غټې بریا په اړه شهزاد وایي.
((هو کله چې موږ هغه لوبه وګټله نو موږ په یو کوچنی هوټل کې وو چې هلته ګېل، سامي، او براو راغلل او له موږ سره یې یو ځای ډانس. وکړ او دغه سندره یې ویله چې شهزاد اتل دی، اضغر اتل دی، رشید اتل دی ….
زیاته خوښي وه چې موږ مات کړی ټیم له موږ سره خوښي نمانځي موږ که په راتلونکې کې د زیاتو لوبو چانس تر لاسه کړو او ښې لوبې وکړو نو هغه ورخ لرې نه ده چې موږ د انګلېنډ ،پاکستان او سریلنکا په شان ټیمونه مات کړو ))

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

د پاکستان کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی خالد لطیف د هالنډ یوې محکمې په دولس کاله بند محکوم کړ

د پاکستان کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی خالد لطیف د هالنډ یوې محکمې په دولس کاله …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *