د فرانسې له ښوونځیو هغه مسلمانې جونې کورونو ته لېږل کیږي چې حجاب یې کړی وي
د فرانسې دپوهنې وزیر ګابرېل اتال د روان کال د وږي په پنځمه اعلان وکړ،چې په نوي ښوونیز کال کې به ښوونځیو کې د عبایه پر اغوستلو بندیز ولګوي.
هغه ویلي، هیڅوک باید ټولګي ته د داسې جامو په اغوستلو داخلې نه شي، چې له امله یې د هغې دین معلوم شي.
هغه زیاته کړې، زدهکوونکې د یولیک سره خپلو کورونو ته لېږل شوي چې منځپانګه یې “سیکولریزم محدودیت نه دی، ازادي ده”
بلخوا، د فرانسې د مسلمانانو یوې ټولنې د فرانسې دولتي شورا ته عریضه کړې، چې په کې د عبایه د بندیز په اړه د حکومتي چارواکو پر وړاندې شکایت شوی دی.
***