د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي؛ په کندهار کې یې د خپلو خبرو پر مهال پوره څرګنده کړې، چې که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي، باید همکاري وکړي.
هغه له سيانان سره په مرکه کې ویلي: ”د اسلامي امارت مشرانو ته مو یاده کړې چې د قطر پشان باید یو اسلامي او عصري هېواد ولرئ، ښځې د کار او زدکړو اجازه لري آن د لوړو زدهکړو په برخه کې يې له نارینو څخه شمېر زیات دی.”
محمد بن عبدالرحمن ویلي؛ دا د مسلمانو عالمانو اخلاقي مسوولیت دی، چې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبة الله اخوندزاده سره خبرې وکړي.