د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم له ملي تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې، د نجونو د زدهکړو موضوع اوس په یو جنجال بدله شوې.
هغه ویلي، نړیوالو د نجونو موضوع د فشار یوه وسیله ګرځولې او دوی یې غوښتنه نهشي پوره کولی.
هغه زیاته کړې، نړۍ غواړي چې افغان نجونې هم د نورې نړۍ غوندې وګرځي خو د افغانستان کلتور دا نه ایجابوي.
د لوړو زدکړو وزیر همدا راز ویلي چې، تېر کال له ۷۰ څخه د زیاتو پوهنځیو په نصاب بیا کتنه شوې او د عصري نړۍ له غوښتنو سره برابر شوی دی.